ورزش

په هرات کې دفوټبال سيالۍ دوام لري .

کابل باختر دمرغومي اوولسمه

  دهرات دماشومانو او تنکيو ځوانانو  دفوټبال  سياليو  پرون مازيګر   په څلورولوبو  سره دوام وموند .

 دهرات ولايت دورزشي امريت  مرستيال ضيا الحق  ضيا دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  ، دماشومانو  په لومړي لوبه کې دپامير ټيم  دصفر په مقابل کې  په دوو سره داتفاق ټيم ته ماتې ورکړه .  او په وروستي لوبه کې  ملي ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره دهدف په ټيم بريالي شو .

 دغه راز دتنکيو ځوانانو په لوبه کې دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ  داريا ټيم  دصفر په مقابل کې  په دريو سره داميد ټيم ته ماتې  ورکړه او دهرات باستان او آمو ټيمونه  ترمنځ لوبه ديوې په مقابل کې  په  يوې سره برابره پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته