سیاستامنیتTOP

د غزني د خبریالانو ټولنې رییس رحمت الله نېکزاد د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل / د مرغومي ۲مه / باختر
جنایتکار تروریستان د مرګ، وحشت، وراني او جنایت له پیغام مه واره بل هیڅ موخه نه لري، د خپلو تېرو جنایتونو په دوام یې برون په غزني ښار کې د یاد ولایت د خبریالانو ټولنې رییس او د الجزیرې شبکې خبریال رحمت الله نېکزاد، په یوه تروریستي برید کې شهید کړ.
د جمهوررییس د ویاند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررییس غني د یاد تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال وویل، پر ملکي وګړو، عام المنفعه تاسیساتو او د هیواد د رسنیو ټولنې پر کارکوونکو برید د بیان پر ازادۍ برید او د بشریت ضد جنایت دی.
د افغانستان حکومت تل د خبریالانو پر خوندیتوب ټینګار کوي او د خبریالانو او رسنیو ټولو کارکوونکو ملاتړ له خپلو عمده دندو څخه بولي او په دې برخه کې به هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.
جمهورريیس امنیتي ارګانونو ته د دغې تروریستې پېښې څېړلو او د عاملینو د مجازاتو په خاطر د لازمو لارښوونو ترڅنګ، د شهید نېکزاد کورنۍ ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته