امنیت

وسله والو طالبانو ته په ننګرهار کې له پوځيانو سره په نښته کې دسردروند زيان واوښت

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢ :
دوسله والو  طالبانو دډلې پنځه ويشت تنه غړي په ننګرهار ولايت کې له پوځيانوسره  په نويو نښتو کې ووژل شول.
دغه جګړې پرون ناوخته دحصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوې  او تر نيمې شپې پورې يې دوام درلود.
دننګرهار دوالي وياند  عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دغو  نښتو کې  ٢٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول.
دغه جګړې په ښکاره  دحصارک ولسوالۍ  په ځينو امنيتي پوستو دوسله والو طالبانو د ډلې له ډله ييزو بريدونو وروسته ونښتې.
دننګرهار دوالي وياند وايي چې د جګړو له پاى ته رسيدو وروسته دوسله والو طالبانو مړي له لسګونو جنګي وسايلو اوموټرسايکلونو سره يې د جګړو په ډګرونو کې پاتې شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې  دوسله والو طالبانو دډلې اته تنه غړي  په ننګرهار ولايت کې  دخورو ورو نښتو په بهيرکې وژل  شوي اوپه لسګونو تنه نور يې ټپيان شوي دي.
دغه جګړې  په تيرو ٢٤ ساعتو کې نښتي دي.
ديوبل خبرله مخې  : دننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې دتروريستانو يو پټنځاى دهوايي بريد له امله دړې وړې شو.
درارسيدلو خبرونو له مخې : په دې بريد کې چې دافغانستان دهوايي پوځ له خوا ترسره شو ددريو تنو بهرنيانو په ګډون  يوولس تنه تروريستان ووژل شول.
لاتراوسه پورې روښانه  نه ده چې دغو تروريستانو په کومې تروريستي ډلې پورې اړه لرله.
په يوخبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې دنويو هوايي بريدونو له امله دوسله والو طالبانو او دداعش دډلو د جنګي وسايلو  درې ډيپوګانې ويجاړې شوې دي.
په دغو بريدونو کې دطالبانو او داعشيانو په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل  له منځه وړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته