امنیت

د داعش د تروريستي ډلې دولس تنه غړي په ننګرهارکې ووژل شول

کابل- باختر د کب دمياشتې ٤
د ننګرهار ولايت د هسکې مينې په ولسوالۍ کې د شاهين-٢٠ عملياتو په دوام د داعش د تروريستي ډلې ١٢ تنه غړي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د شاهين-٢٥ عمليات د ننګرهار ولايت د هسکې مينې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د تروريستانو د ځپلو په موخه ترسره شول.
په نوي پرمختياکې د داعش د تروريستي ډلې دولس تنه غړي وژل شوي او د ملانعيم په نامه يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون څلور تنه نوريې ټپيان شوي دي.
په دغو عملياتوکې دغه راز د دغې ولسوالۍ نهه کلي د داعشي تروريستانو له شتون څخه پاک شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته