امنیت

د وګړني پوليسو د فعاليتونو د همغږۍ په مقصد لارښود جوړيږي

کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
په هرات ولايت کې  دوګړنيو پوليسو دفعاليتونو لپاره  دهمغږي  لارښود او مديريتي مهارتونه  په يوه غونډه کې  وڅيړل شول.
دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر  سمونوال امين الله امين  د دغه پروګرام  دپرانستلو په مراسمو کې  دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دوګړنيو پوليسو دمديريت دهلوځلو له امله قدرداني وکړه ا و دغې برخې ته يې دکورنيو چارو وزارت دمسوولينو دزياتې پاملرنې غوښتنه وکړه .
امين  زياته کړه چې ددغه مديريت  په هلوځلو سره دخلکو اوپوليسو ترمنځ  اړيکې  ښې شوي دي  .
دکورنيو چارو وزارت د وګړنيو پوليسو لوى  جنرال همايون عيني په دې غونډه کې  د خلکو  دهمکارۍ  دجلبولو  او  دجرمونو دکمښت په لاره کې د وګړنيو پوليسو رول  اغيزمن وباله .
عيني له برخه والو څخه وغوښتل چې د دندو داجرا کولو په لاره کې د دغه پروګرام له مطالبو څخه زياته استفاده وکړي.
ټاکل شوې ده  د دغې غونډې نتيجې  د وګړنيو پوليسو دمديريتونو د لارې پرسر  دموجودو ستونزو دلرې کولو په خاطر واکمنو مقاماتو ته واستول شي.
په دې غونډه کې د هېواد د بيلابيلو ولايتونو د وګړنيو پوليسو مديرانو ګډون کړى وو. پاى    ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته