سیاست

د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو د پنځه ګونو کمېټو د کاري پرمختګ څرنګوالی وڅېړل شو

کابل باختر د تلې  پنځلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ ناستې د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو د پنځه ګونو کمېټو د کاري پرمختګ څرنګوالی وڅېړه.
دجمهوررييس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې چې نن سهار په ارګ کې وشوه، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په کې حضور درلود. د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د بهرنیو چارو وزارت اداري معین نصیر احمد اندیشه او د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو معین انجنیر فهیم الله ضیایي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اوبو او امنیت کمېټې د کاري پرمختګ په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
هغوی دې ته په اشارې چې د مذاکراتو لومړۍ پړاو په تهران کې ترسره شوی او بل دور به یې په نږدې راتلونکې کې په کابل کې ترسره شي څرګنده کړه، په خبرو کې ښه پرمختګونه شوي دي.
جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته ټینګار وکړ، افغانستان لیواله دی، چې له ایران سره د ګاونډي هېواد په توګه ښه مناسبات ولري او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د جامع سند له لاسلیک وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لاښې او پراخې شي.
پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته