سیاست

دجمهوري رياست د انتخاباتو د نوماندانو د نوم ليکنې پروګرام پيل شوخو هيڅ نوماند نوم و نه ليکه

کابلباختردسنبلي٢٥
دجمهوري رياست د انتخاباتو او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو دنوماندانو د نوم ليکنې بهير په رسمي ډول پيل شو  .
هيله کيده چې د جمهوري ياست د انتخاباتو يو شميرنوماندان دنوم ليکنې لپاره
د انتخاباتو خپلواک کميسيون ته  مراجعه وکړي خو ترناوخته پورې دغه هيله بې نتيجې پاى ته  ورسيده .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې :  د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمدنور له خبريالانو سره په  يوه غونډه کې وويل : هرنوماند په تيرو انتخاباتو کې دنوم ليکنې په بهير کې لس زره ملاتړيز کارتونه  له ځان سره لرل خو په را روانو انتخاباتو کې بايدهرنو ماند د هيوادله څه دپاسه شلوولايتونو څخه دخلکو سل زره ملاتړيز کارتونه له ځان سره  ولري  .
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  زياته کړه  چې تراو سه پورې د جمهوري رياست دانتخاباتو  ٢٩ تنو نوماندانو د انتخاباتو معلوماتي بستي ترلاسه کړي دي
ده زياته کړه :  چې د ولايتي شوراګانو يو زرو يوسلو شپږ ويشتو تنو نوماندانو چې اووه شپيته ښځې او نجونې پکې شاملې دي  .د انتخاباتو دخپلواک کميسيون له ولايتي مرکزونو سره د انتخاباتو معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي .
ده زيا ته کړه چې د انتخاباتو د خپلوا ک کميسيون ګرځنده ډلو په لرې پرتوکليو اوبانډو کې د نوم  ليکنې په خاطر په کار پيل کړى دى چې د نوم ليکنې دبهير اود
رايي ورکولو دکارتونو د ويش له پيل څخه تراوسه  پورې  په يومليون دوه سوه اتيا زرو تنو درايې ورکولو کارتونه ويشل شوي دي چې څه دپاسه درې سوه شپيته  زره تنه ښځې او نجونې پکې شاملې دي  .
نور دخپلو خبرو په دوام  وويل :  چى دجمهوري رياست اود ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د نوماندانو دنوم ليکنې بهير په دروان کال د تلې دمياشتې په ١٤ نيټه پاى ته  ورسيږي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته