کابل باختر دوري يوولسمه :
وسله والو مخالفينو په قندهار ولايت کې پنځه تنه ملکي وګړي تښتولي دي
دقندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه پال د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان پرون دوسله والو مخالفينو له خواددغه ولايت دغورک ولسوالۍ له مربوطاتو څخه وتښتول شول .
مينه پال وويل تښتول شوي کسان دغورک ولسوالۍ اوسيدونکي دي چې پرون دسوند دتوکو دراټولو لپاره ساحې ته تللي و او دوسله والو مخالفينو له خوا وتښتول شول
دده دڅرګندونو له مخې پوليسو دسيمې دقومي مشرانو په مرسته دتښتول شويو کسانو دموندلو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
4 د یوې دقیقې څخه لږ