نړۍ

دسريلانکا جمهور رييس په انتخاباتو کې ماتې ومنله

بي بي سي باختر د مرغومي نولسمه :
  دسريلانکا جمهورې رييسې ماهيندا را جاپاکسه په وروستيو  انتخاباتو کې ماتې منلې ده .
دانتخاباتو رسمي نتيجې به تر نن ورځې پورې اعلام نه شي خو لومړنۍ نتيجې ښيي  چې دانتخاباتوبل کانديد سنيريسنا چې دبرياليتوب لپاره په سلوکې پنځوسو رايو ته اړتيا لري په دغوسياليو کې به بريالى شي .
  دراجاپاکسه مطبوعاتي وياند ويلي دي چې جمهورې رييسې  دمخالفينو له مشر راني ويکرمسينګ سره په کتنه کې په ماتي اعتراف کړى دى او نوى جمهور رييس به نن  ماښام دوفادارۍ لوړه وکړي ؛راجاپاکسه غوښتل چې ددريمې دورې لپاره دسريلانکا جمهوره رييسه شي .
  دا په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې  دسريلانکا  دکورنۍ جګړې  دپاى ته رسولو په دليل په دغه هيواد کې زيات اعتبار اومحبوبيت لري .
  دانتخاباتو دواړه نوماندان راجاپاکسه او سيريسناپه  سينهالي  قوم پورې اړه لري هغه ډله چې دسريلانکا قوي اکثريت کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته