امنیت

طالبانو لمونځ کوونکى شهيد کړ .

کابل باختر د چنګاښ  پنځمه
دفراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کې دسيمه ئيزو پوليسو  په پوستې دطالبانو  دبريد له امله يو ملکي وګړى شهيد شو .
  دپشت رود ولسوال غوث الدين باختراژانس ته وويل، وسله والوطالبانو تيره شپه ددغې ولسوالۍ په مساو کلي کې  دسيمه ئيزو پوليسو په پوستې بريد وکړ چې دپوستې دمنسوبينو له مقاومت سره مخامخ شول  او په يوجومات دطالبانو دتوغندي  ديوه ماين دلګيدو له امله يوملکي وګړى دلمانځه داداکولو په وخت کې شهيد شو اويوبل لمونځ کوونکى ټپى شو .
ديوبل خبر له مخې، دفراه ولايت دملي امنيت درياست  منسوبينو پرون دوه تنه تروريستان دبالابلوک ولسوالۍ په شيوان کلي کې ونيول .
يوه اړونده خبرځاى وويل، نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى چې دبالابلوک ولسوالۍ په ودانۍ يې دبريد پلان طرحه کړى و .
ديوبل خبر له مخې، دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو يو تن دانسان تښتونې په تور ونيوه .
په نيول شوى سړى په فراه ښار کې دتښتونې دڅو پيښو تورلګول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته