سیاست

دسولې دشهيد پروفيسر برهان الدين رباني دشهادت پنځم تلين درناوى وشو .

کابل باختر دتلي نهمه :
په کابل کې دلوى جرګې په تالار کې نن دسولې دشهيد پروفيسربرهان الدين رباني دشهادت دپنځم تلين درناوى وشو .
دباختراژانس دخبر له مخې  په  همدې مناسبت داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دجمهوري رياست ددويم مرستيال قانونپوه سروردانش ، داجراييه رياست دمرستيالانو انجنير  محمد خان او محمد محقق  ، داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ  په چارو کې دجمهور رييس دفوق العاده استازي احمد ضيا مسعود ، دپخواني جمهور رييس حامدکرزي  ، جهادي  مشر عبد رب رسول  سياف ، دکابينې  او دملي شورا دځينو غړو او ديوشمير سياسي شخصيتونو او جهادي مشرانو په ګډون يوه غونډه جوړه شوه .
په دې غونډه کې دهېواد اجراييه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله دسولې دشهيد پروفيسر برهان الدين رباني  دشخصيت او کارنامو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل : دشهيدانو او دهغوى دخاطرو درناوى زموږ يوه ديني دنده ده او هغه شهيدان چې دخداى  ( ج ) اوخلکو په لاره کې يې دنده ترسره کړې ده  تل دخلکو په ذهنونو کې ځاى لري او يوله دغو شهيدانو څخه دسولې  شهيد پروفيسر  برهان الدين رباني دى .
ده زياته کړه چې دسولې شهيد پروفيسر برهان الدين رباني تل دسولې په باب فکر کاوه او سوله يې  په افغانستان کې  دستونزو دحل لاره بلله   او تل يې په دې تينګار کاوه چې جګړه دافغانستان دقضيو دحل لاره نه ده .
اجراييه رييس زياته کړه چې موږ بايد دهېواد دامنيتي ځواکونو ملاتړ او درناوى وکړو په دې خاطر چې هغوى په دې موخه چې خلک  په امنيت کې ژوند وکړي او په هېواد کې سوله تامين شي قرباني ورکوي .
په دې غونډه کې جهادي مشر عبد رب رسول سياف دپروفيسر برهان الدين رباني دجهاد او  مبارزو ددروان او ژوندانه په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې دسولې شهيد دحق دلارې دعوتګر  او ستر مجاهد و .
هغه تل دسولې اوملي وحدت په باب فکر کاوه او دخداى ( ج ) اوخلکو په لاره کې په مظلومانه ډول شهيد شو .
ده زياته کړه دهېواد هر سرتيرى او امنيتي منسوب   مجاهد دى په دې خاطر چې دوى  ددښمنانو په وړاندې دخلکو ملي نواميسو او دهېواد د ځمکنۍ  بشپړتيا دفاع کوي  نو دهېواد هر وګړي ته لازمه ده چې دهېواد دامنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي .
  دغه راز دهېواد پخواني جمهور رييس حامدکرزي دسولې دشهيد دشخصيت په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې پروفيسر برهان الدين رباني دتقوااو پرهيز ګاري الګو و او تل يې په ټول هېواد کې  دسراسري سولې دتامينولو او دملي وحدت په باب فکر کاوه او دسولې په لاره کې شهيد شو.
په دې غونډه کې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم پيغام دهغه داستازي له خوا ولوستل  شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي دسولې شهيد پروفيسر برهان الدين رباني دخپل ګټور او اغيزمن ژوندانه په دوران کې خپل ګران هېواد افغانستان ته ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي .
شهيد استاد دافغانستان دخلکو دجهاد اوملي مقاومت په کلونوکې په بشپړ درايت ، اعتدال غوښتنې او په  سياسي  عقلانيت  سره  دخپلو خلکو تر څنګ پاتې شو اوزموږ دخلکو دجهاد او مقاومت کاروان يې رهبري کړ . شهيد استاد په هېواد کې دسولې او تيکاو  دتامينولو په لاره کې هڅه او هاند وکړ او په پاى کې په دې لاره کې زموږ دهېواد او خلکو ددښمنانو دتوطيو قرباني شو او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ .  دغه راز په دې غونډه کې دبلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور په خبرو کې وويل  چې شهيد استاد دخپل عمر نيمه پيړۍ دخداى (ج )  او افغانستان  دخلکو په لاره کې تيره کړه او تل يې دسولې او ملي وحدت دتامينولو په خاطر هلې ځلې کولې .
ده زياته کړه چې شهيد استاد هيڅکله  جګړه دهېواد دستونزو دحل لاره نه بلله او تل يې په سولې باندې ټينګار کاوه .
ورپسې  داجراييه رياست دويم مرستيال حاجي محمد محقق دشهيد دمقام او دجهاد او مقاومت ددوران دخاطرو په باب خبرې وکړې او ويې ويل دهغې پيژندګلوى له مخې چې زه دجهاد او مقاومت په دوران کې دسولې دشهيد په باب  لرم هغه يو خردمند مشر او دسولې دغوتکرو او تل يې په هېواد کې دسولې په باب فکر کاوه .
  دغه راز دافغانستان دحزب اسلامي مشر  عبدالهادي  ارغندايوال دجهاد او مقاومت په دوران کې دپروفيسر برهان الدين رباني  دمبارزو او کارنامو په باره کې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دبهرنيو چارووزير صلاح الدين  رباني دسولې دشهيد دشخصيت خاطرو او کړنو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې دسولې دشهيد استاد برهان الدين رباني دژوندانه اومفکورې بنسټ په ټول هېواد کې دامنيت تامينول و او هغه تل په سولې باندې  ټينګار کاوه او په هېواد کې دسولې دتامينولو په لاره کې يې هلې ځلې  کولې .
دبهرنيو چارووزير وويل چې شهيد استاد تل ټينګار کاوه چې په هېواد کې جګړه دحل لاره نه ده او بايد ټولې مسئلې  د تفاهم او خبرو له لارې حل شي .
ده وويل چې دسولې دشهيد دکورنۍ په استازيتوب دپروفيسر برهان الدين رباني دشهادت پنځم تلين ددرناوۍ دغونډې دجوړولو له کميسيون او ددغې غونډې له برخه والو څخه مننه او قدرداني کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته