امنیت

په کابل کې د يوه ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
دکابل ښار په دويمې ناحيې پورې اړوند د قواى مرکز په ساحه کې نن د يوې ترافيکي پيښې له امله يو پنځه څلويښت کلن سړى ووژل شو.
دکابل د ترافيکي دپيښو مرستيال سمونوال سيد حفيظ دباختر آژانس خبريال ته وويل: پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو کرولا موټر دکابل ښار دويمې ناحيې پورې اړوند د قواى مرکز په ساحه کې له واټ څخه ووت او په پلى لاره کې يې له يو پنځه څلويښت کلن سړي سره ټکړ وکړ او هغه يې وواژه.
موټرچلوونکى د پيښې له سيمې څخه وتښتيد او موټر يې د ترافيکو ښارګوټى ته ليږدول شوى دى.
د ترافيکي پيښو مسوولين ددغه شان پيښو علت زيات ګړنديتوب بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته