اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې شپږ ډالره لوړوالې راغلى دى

کابلباخترد تلې د مياشتې١١
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت شپږ ډالره لوړوالې راغلى دى. په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢٠٦ ډالرو وړاندې کيدل، نن هم  په ١٢١٢ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٤٠٠ افغانيو، کويټي په٢٣٥٠افغانيو، سنګاپوري په٢٣٠٠ افغانيو، بحريني په١٩٥٠افغانيو، عربي په١٩٠٠ افغانيو، ايراني په١٦٥٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په ١٤٥٠افغانيو پلورل کيږي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته