امنیت

په قندهارکې دغالب-١٣عملياتوپه بهيرکې شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
د افغانستان په جنوب کې د غالب -١٣ په ګډو محاربوي  او چاڼيزو عملياتوکې شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .
د هېواد په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د مطبوعاتو مسوول ډګرمن محمد محسن سلطاني د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د ٢٠٥ اتل  قول اردو د جزوتامونو او د نورو ګډو امنيتي ځواکونو له خوا د زابل ولايت د ارغنداب، د قندهار ولايت د شاه ولي کوټ او غورک او د روزګان ولايت د چارچينو د ولسواليو او د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل ټپي شو .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې يوه پيکا، يو کلاشينکوف او په لسګونو ماينونو په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته