نړۍ

دنړيوالو شخړو په حل کولو کې دښځو دګډون په باب دملګرو ملتو دسازمان ژمنه

نيويارک  نړيوال خبري  منابع باختر دتلې دمياشتې ٢٧
دملګرو ملتو سازمان دامنيت شورا د رايو په اتفاق يو پريکړه ليک تصويب کړ چې د هغه له مخې په جګړه  ځپلو هيوادونو کې دشخړو د لرې کولو اړوند په  ټولو خبرو او دسولې په ټينګښت کې دښځو مشرتابه او مشارکت زياتيږي او ترويجيږي.
په دې پريکړه ليک کې چې دنيويارک په وخت تيره شپه تصويب شو ويل شوى دي چې دملګرو ملتو سازمان دامنيت شورا په پوځي شخړو او له هغه څخه په  وروسته دورې  او دغه راز د ناوړه چلند او دښځو دحقوقو دنقضولو له امله دښځو د سخت زيان منلو له امله په  ژوره توګه انديښنه لري.
دملګرو ملتو سازمان ښځو دڅانګې مديرې ميرمن ملامبو کا په دې باب دامنيت شورا په غونډه کې وويل ښځو ته بايد داوربند په خبرو او منځګړيتوب کې او دسولې دټينګښټ په اړوندو خبرو او منځګړيتوب کې دمرستې لپاره بلنه ورکړ
شي چې په دې ډول چې دښځو داړوندو مسلو په نسبت ډاډ ترلاسه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته