امنیت

اته تنه ملکي وګړي په واټ کې دماين په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل باختر دتلي ديارلسمه :
اته تنه ملکي وګړي په هلمند ولايت کې په واټ کې دماين په چاودنه کې ټپيان شول .
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک باختراژانس ته خبرورکړ: دغه پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته  شوه چې دسنګين ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دملکي وګړو پرکاروان په واټ کې چاودنه وشوه او ديوې ښځې  او يوماشوم په ګډون اته تنه ملکي وګړي ټپيان شول  . يوه اړونده خبرځاى وويل: دپيښې ټپيان دهلمند ولايتي روغتون  ته وليږدول شول  چې دڅلورو تنو ټپيانوروغتيايي  حالت خراب بلل شوى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته