د ایشیا فونډیشن رﺉیس د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ د افغانستان له ملي شورا سره د همکارۍ لپاره چمتووالی وښود.
ډاکټر وی بروس دغه راز د ولسي جرګې ريیس ته وړاندیز وکړ، چې د ملي شورا او ایشیا فونډیشن ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا د زمینې د برابریدو په موخه دې هوکړه لیک لاسلیک شي.
ورپسې د ولسي جرګې رﺉیس له افغانستان سره د ایشیا فونډیشن د مرستو مننه وکړه، د هوکړه لیک د لاسلیک کیدو ترڅنګ، د ملي شورا او ایشیا فونډیشن ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.