کابل / د وږي ۲۹ مه / باختر
په خواشینۍ سره خبرشوم چې د افغانستان دښمنانو نن سهار په ګردېز ښار کې د پکتیا ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال پوهنتون ته پر لاره د وسله وال برید په پایله کې شهید کړ.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال اړوندو ارګانونو ته د پېښې د هر اړخیزې ارزونې او د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لارښوونه وکړه او په ټینګار سره یې وویل، د تروریستانو او جنایتکارو پر وړاندې به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه ادامه ولري.
جمهورريیس د هېوادوالو د خوندیتوب، د تاوتریخوالي او تروریستي برېدونو د مخنیوي او مطلوبې پایلې ته د سولې مذاکراتو د رسېدو په موخه چې د تلپاتې او باعزته سولې تامین دی یو وار بیا پر طالبانو ډلې غږ وکړ چې بشري، سراسري او دایمي اوربند چې زموږ د افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالو غوښتنه ده، ومني.
د هېواد جمهورريیس د شهید ایوب غروال کورنۍ ته د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب څرګندوى او د خدای تعالی په دربار کې نوموړي ته د فردوس جنت هیله کوي.# پاى- سعيده
3 1 دقیقه لوستل