سیاست

افغانستان له ازبکستان سره څو قراردادونه او تفاهم ليکونه لاسليک کړل

کابل باختر دلړم  اوولسمه :

د پنځه سوه زره ټنوغنمو د پيرودنې قرارداد او د برقي وسايلو او تجهيزاتو د پيرودنې، د واټ د جوړولو، د تونل د کيندنې او د افغانستان او ازبکستان جمهوريت ترمنځ د دايمي سوداګرۍ د خونې د جوړولو تفاهم ليکونه نن د دواړو هېوادونو د چارو د مسوولينو ترمنځ د يولړ مراسمو په ترڅ کې لاسليک شول.
باختر آژانس ته په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي.
په دغو مراسموکې چې د صدارت د ګلخانې په ماڼۍ  کې  پرځاى شوي و؛ د ګډو ګټو د هېوادونو په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي او د جمهوري رياست د لومړى مرستيال ستر سلاکار محمد شاکر کارګر پکې برخه لرله؛ د افغانستان له لوري د کرنې او اوبو لګولو وزير اسد الله ضمير، د فوايد عامې وزير انجنير محمود بليغ، د بريښنا شرکت لوى رييس قدرت الله دلاوري او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو عامل رييس عتيق الله نصرت او د ازبکستان جمهوريت له خوا په کابل کې د دغه هېواد سفير يادګارخواجه شادمانوف، د ازبکستان د محصولاتو د صادراتو د سهامي شرکت رييس ايرکين يونوسف او د ازبکستان د محصولاتو د صادراتو د سهامي شرکت مرستيال  غلام قيوم اوف دغه قرارداد او تفاهم ليکونه لاسليک کړل.
د دغو لاسليک شويو سندونو له مخې، د افغانستان اسلامي جمهوريت له ازبکستان جمهوريت څخه سل زره ټنه غنم پيري او وروسته به څلور سوه زره ټنه نور غنم له سلو زرو ټنو کيمياوي سرې سره له دغه هېواد څخه وارد کړي.
د کيبلونو، ترانسفارمرونو، د ستنو د ترانسميشن او د برقي څراغونو پيرودنه، د سړکونو، د اوسپنې د پټليو او د اوبو د بندونو د جوړولو او د تونلونو د کيندنې په ګډون په بنسټيزو پروژوکې همکارۍ هغه نور موارد و چې په دغو تفاهم ليکونو کې ځاى کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته