کابل- باختر د تلې ٦
دبدخشان ولايت دبهارک ولسوالۍ دفراخ د دښتې د اوبو رسولو دشبکې دجوړولو کار پرون پيل شو .
ددغې پروژې کار دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت اودملګروملتو ديونيسف ادارې له بودجې څخه ديارلسو مليونو دوه سوه زرو افغانيو په لګښت پيل شوې دې .
دبدخشان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير پير محمد يفتلي دباختر اژانس خبريال ته وويل: ددغې پروژې کار به په پنځو مياشتوکې بشپړ اوګټې اخستنې ته وسپارلې شي .
په شمال ختيځ زون کې ديونيسف دموسسې دپروژو نظارتي مسوول ډاکتر سيد عبدالرحمن وايي: ددغې شبکې اوږدوالې پنځه ديرش کيلومتره دي او څه دپاسه درې زره درې سوه کورنيو ته دڅښاک روغتيايي اوبه برابروي .
ده وويل: د اوبو مخزن چې دبهارک په چشمه ساخها کې موقعيت لري او په پاخه او اساسي ډول جوړيږي، د دوه سوه پنځوس متره مکعب اوبو د زيرمې ظرفيت لري اوکولى شي چې په څلور ويشت ساعته ډول اړو کسانو ته اوبو ورسوي .
دغه پروژه دخلکو په سلوکې دلسو په ونډې سره جوړيږي. دبهارک ولسوالۍ دفراخ د دښتې يو تن اوسيدونکى حاجي عبدالرحمن وويل: پخوا ددغې ولسوالۍ خلکو دڅښاک د روغتيايي اوبو دنشتوالى له امله له ککړو اوبو څخه استفاده کوله او د اميب ، دکولمو د درداو نس ناستي په ګډون په ډول ډول ناروغيو اخته کېدل .
دغه راز دبهارک ولسوالۍ دپرمختياي شورا يو غړى حاجي سيد عبدالوهاب وايي: ددغې پروژې دکار په پيل کيدوسره له يوې خوا پنځه زره تنو وزګارو ځوانانو ته دکار زمينه برابريږي اوله بلې خوا دڅښاک د روغتيايي اوبو دکمښت ستونزه هم لرې کيږي .