سیاست

دبهرنيو چارو وزارت معين دسره صليب دنړيوالې کميټې له رييسې سره وکتل .

کابل باختر دليندى  نهمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت اداري معين ډاکتر نصير احمد انديشه  نن  په کابل کې  دسره صليب  دنړيوالې کميټې  له رييسې   ميرمن  مونيکا زاناريلي سره  وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت  دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  په دې کتنه کې  دبهرنيو چارو  وزارت معين  په څه دپاسه  درېو لسيزو کې په افغانستان کې دحقوقي  او روغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو  په ګډون  په بيلابيلو برخو کې دسره صليب دنړيوالې کميټې  دفعاليتونو  همکاريو  او لاسته راوړنو له امله  مننه وکړه او  په افغانستان کې  په ډيرو  سختو شرايطو کې يې  ددغې ادارې  فعاليتونه  وستايل .
   وروسته  ميرمن  زانا ريلي  په افغانستان کې دسره صليب له دفتر سره دبهرنيو چارو وزارت دبيلابيلو څانګو  دهراړخيزو همکاريو له امله مننه وکړه او  په افغانستان کې دسره صليب  دنړيوالې کميټې  دپروګرامونو ،  دملکي وګړو دساتنې ، دبنديانو  دبشري حقوقو  ، داورتوپيديکي  خدمتونو په ګډون دحقوقي  او روغتيايي فعاليتونو  ،  دروغتونونو له عاجلو څانګو سره  دهمکاري  او دجنګي ټپيانو دليږدونې  ، دافغاني سرې مياشتې له ټولنې سره  دهمکاري  دافغان امنيتي ځواکونو لپاره  دبشر دوستانه  نړيوالو حقوقو دروزنيزو  غونډو دجوړولو  ،  دبشر ي حقوقو  دقوانينو  او دنړيوالو بشر دوستانه  حقوقو  ددرناوى  او رعايتولو په موخه  دامنيتي  ځواکونو  او دملي امنيت دشورا  له مقاماتو سره ددغې ادارې دمسوولينو  دليدنو کتنو  دژينو  دکنوانسيون دمعيارونو  او دغه راز  دافغانستان له لورې سره دحقوقي موافقه ليک دبشپړولو  او بيا کتنې  دتنظيم  په باره کې  خبرې وکړې . او ژمنه يې وکړه  چې دغه کميټه په افغانستان کې  دپراخو نړيوالو پروګرامونو په اجرا کولو ژمنه ده .
  په دې کتنه کې  دبهرنيو چارو وزارت اداري معين  ددغې ادارې  دپروګرامونو دعملي کولو لپاره  دبهرنيو چارو  دوزارت له خوا  دهمکاري  ژمنه وکړه . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته