امنیت

په خوست کې ديوې محکمې مدير ووژل شو.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٥
دخوست ولايت داسماعيل خيلو او مندوزو دولسواليو دمحکمې دتحريراتو مدير ووژل شو.
دخوست ولايت يوه امنيتي خبرځاى چې دنامه له اخستلو څخه يې ډ ډه وکړه دباختر آژانس خبريال ته وويل : د اسماعيل خيلو او مندوزو دولسواليو دمحکمې دتحريراتو مدير ملک خان نن سهار د خپل کور په وړاندې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا د تومانچې په ډزو سره ووژل شو.
ويل کيږي تراوسه پورې ددغې قضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته