نړۍ

کردي ياغيانو دعراق او سوريې ترمنځ د يوې سرحدي سيمې کنترول په لاس کې ونيوه

دمشق باختر د لړم څلورمه :
  کردي ياغيانو نن د عراق او سوريې ترمنځ  د يوې کليدي سرحدي سيمې کنترول  په لاس کې واخيست چې دغې سيمې ته له القاعدې سره د اړوندو ډلو د ننوتلو مخنيوى وکړي .
دباخترآژانس دخبر له مخې: دعراق داسلامي دولت  په نامه د ډلې او دجبهه النصر له ياغيانو سره له درې ورځني نښتې وروسته کردي ياغيانو د سوريې په شمال ختيځ کې د اساکا په ولايت کې د الياروبيه سيمې کنترول په لاس کې ونيو او د تيل خواجار دکلي په لور دپرمختګ په حال کې دي.
د الياروبيه سيمه د سوريې او عراق ترمنځ د تيريدومهمه لاره ده او په دغې سيمې  واکمنې کردي مليشې بريالي کوي چې خپل تدارکات د عراق دکردانو له سيمې څخه برابرکړي .
په سوريه او په تيره بيا ددغه هيواد په شمال کې د سيالو ډلو ترمنځ نښتې په پرله پسې توګه رامنځته کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته