سیاست

دبهرنيو چارو وزير: د هېواد امنيتي ځواکونه دخپلې خاورې ددفاع قدرت لري

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ١٩  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دبهرنيو چارو وزير نن په کابل کې دفدراتيفې روسيې له سفير الکساندرمانتيتسکي سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ:  په پيل کې دبهرنيو چارو وزير صلاح  الدين رباني دهېواد سياسي او امنيتي حالات بيان کړل او څرګنده يې کړه چې  دافغانستان له امنيتي ځواکونوسره دخلکو، ملي شخصيتونو اودجهادي قوماندانانو بشپړ ملاتړ شته او دخپلې خاورې ددفاع قدرت لري.
دکتنې په دوام  دبهرنيو چارو وزير دهېواد دملي پوليسو دروزنې په ګډون په بيلابيلو برخو کې له افغانستان  سره دروسيې  دهمکاريو او افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو دورکولو له امله د منننې په څرګندولوسره ددغو همکاريو  ددوام غوښتنه وکړ ه.
وروسته  په کابل کې د فدراتيفې روسيې سفير په افغانستان  او سيمه کې دتروريستي ډلو دشتون له امله دانديښنې په څرګندولو او دبهرنيو چارو  دوزير  دنظريو په تائيدولوسره دتروريستانو پرخلاف دافغانستان ، روسيې  او دسيمې او نړۍ دهېوادونو په  ګډې مبارزې باندې ټينګاروکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو  دافغانستان دسياسي او امنيتي حالاتو ، له تروريزم سره دمبارزې  اوپه سيمې او نړۍ پورې  داړوندو مسئلو په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته