سیاست

دبهرنيو چارو وزير: افغانستان له ترکيې سره اړيکو ته ځانګړى د ارزښت ورکوي

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
دبهرنيو چارو وزيرضرار احمدعثماني نن غرمه په کابل کې د ترکيې له سفير اسماعيل اراماز سره د پيژندګلوى کتنه وکړه.
دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ دتاريخي او دوستانه اړيکو او په بېلابېلو برخوکې په افغانستان کې د ترکيې دهمکاريو او د افغانستان، پاکستان او ترکيې ترمنځ د رسمي درې اړخيزې غونډې دجوړولو په باب خبرې وکړې .
عثماني وويل: افغانستان له دوست هيواد ترکيې سره خپلو اړيکو ته په خاص نظر سره ګوري او زيات ارزښت ورته ورکوي .
موږ دتاريخ په اوږدوکې له دوست هيواد ترکيې سره ژورې دوستانه اړيکې لرلې دي او موږ غواړو چې دغه اړيکې لازياتې ژورې او دوام ورکړو.
دترکيې سفير هم د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د ارزښت په باب خبرې وکړې . او ويې ويل: ترکيه هم افغانستان خپل يو تاريخي دوست بولي او زياته مينه لري چې د بيا جوړولو، پوهنې، لوړو زده کړو، روغتيا او د ډله ييزې سوکالۍ په برخو کې د همشينو همکاريو له لارې دغه اړيکې لازياتې پياوړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته