امنیت

دشمالي وزيرستان څه دپاسه شپيتوکورنيو خوست ته پناه راوړي.

کابل  باختر دغبرګولي  پنځه ويشتمه :
دشمالي وزيرستان څه دپاسه شپيتوکورنيو له يوې اوونۍ راپديخوا دخوست ولايت ته پناه راوړې ده .
  دخوست دوالي وياند دباختراژانس  خبريال ته وويل: دغه کورنۍ دناامنيو له امله له شمالي وزيرستان اوميرامشاه څخه دخوست ولايت دکربزو  او نادر شاه کوټ ولسواليو او ددغه ولايت مرکز ته راغلې دي.
د يوه خبرځاى دڅرګندونو  له مخې، په دغو کورنيو چې  زيات شمير  ماشومان اوښحې پکې دي، دولايت دمقام او  دمرستندويو موسسو له خوا  يوه اندازه خوراکي او غير خوراکي توکي ويشل شوي دي.
دوالي وياند ددغو کورنيو له خولې وايي دغه لړۍ  روانه ده او ښايي دغه ولايت ته زياتې کورنۍ راشي .
  خبرځاى زياته کړه: دولتي مقامات په پام کې لري چې هغوى ته يو سترکمپ جوړ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته