سیاست

سياسي معين : هيله لرو دسولې په بهير کې دافغانستان له نږدې ګاونډي څخه واورو .

کابل باختر دکب  اتمه
  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  حکمت خليل کرزي نن  دلويديځې اسيا  په چارو کې  دايران داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت له مرستيال رسول اسلامي  سره  وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  دکتنې په پيل کې  دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت  سياسي معين  دکابل  په بهير کې  دايران  دګډون له امله قدرداني وکړه او ويې ويل  موږ هيله لرو  چې  دکابل دبهير په غونډه کې  له ايران څخه دافغانستان  دنږدې ګاونډي په توګه دسيمې دسولې  په باب  واورو . 
وروسته اسلامي دکابل  په بهير او په افغانستان پورې اړوند نورو مواردو کې  دايران  د هر اړخيزو همکاريو په باب خبرې وکړې  او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړيکو  دلازيات  پياوړتيا لپاره يې  وړانديز وکړ  چې په افغانستان کې  دايراني بانکونو او په  ايران کې  دافغانستان  د بانکونو نمايندګي  پرانستل شي.  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته