سیاست

په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

نړيوالې خبري منابع باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د نيوزيلند حکومت په افغانستان او عراق کې د ٢٠١٩ ميلادي کال تر نيمايي پورې د خپلو ځواکونو د خدمت موده تمديدوي . د نيوزيلند صدر اعظم جاسيندا آردرن نن په خپلي وينا کې وويل چې د نيوزيلندي ځواکونو د خدمت موده به په افغانستان کې د ٢٠١٩ ميلادي کال تر سپتمبر پورې نوره هم تمديده شي . د جرمني د (ډي پي آی) د خبري آژانس دخبرله مخې: د نيوزيلند هېواد به دغه راز يوولس تنه پوځي ښوونکي هم افغانستان ته واستوي . په اوس وخت کې نيوزيلند په افغانستان کې ١٣ تنه پوځيان لري چې د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې له افغان پوځيانو سره د مشورې او زده کړې په برخوکې دنده ترسره کوي . پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته