کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٣
په هرات کې دفوټبال دحذفي جام سيالۍ نن سهار په يوې لوبې سره دوام وکړ .
دهرات د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دې لوبه کې د نوايي ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره د آزادۍ ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ په هرات کې دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي چې هره ورځ په يوې لوبې سره دوام کوي.
ديوبل خبرله مخې : دهرات دفوټبال دغوره ليک سيالۍ پرون مازيګر دآريانا او
د ابومسلم دټيمونو ترمنځ په لوبې سره دوام وکړ.
دهرات د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دې لوبه کې دابومسلم ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره دآريانا ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د اتو غوره ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوي دي چې په دوام يې ټاکل شوې ده نن مازيګر داتفاق او دبيګ بير ټيمونه لوبه وکړى
0 1 دقیقه لوستل