ټولنه

د هېواد علمي شخصيت پوهاند ډاکټر شېر زاد يعقوبي وفات شو

کابل/ د کب ١٠مه/ باختر
د کابل ابوعلي سينا طبي پوهنتون، د دغه پوهنتون د سابقه لرونکي استاد پوهاند ډاکټر شېر زاد يعقوبي د مړينې خبر ورکړ.
په هغې خبرپاڼه کې چې په دې اړه باختر آژانس ته استول شوې ده؛ راغلي دي چې پوهاند ډاکټر شېر زاد يعقوبي د ٩٠ کلنى په عمرن د پنجشنبې په ورڅ په لندن کې په حق رسېدلى دى.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي دي چې پوهاند ډاکټر شېر زاد  يعقوبي د کابل طبي  پوهنتون له مجربو او سابقه لرونکو استادانو څخه و. هغه د جراحۍ په څانګه کې څو علمي کتابونه ليکلي دي او د هغه له آثارو څخه د کابل په طبي پوهنتون او د ولايتونو په طبي پوهنځيو کې په درسي پروګرامونوکې زياته استفاده کېږي.
د کابل طبي پوهنتون په خبرپاڼه کې پوهاند شېر زاد يعقوبي د ننګرهار پوهنتون له بنسټ ايښودونکو څخه بلل شوى دى او څرګنده شوې ده چې ارواښاد يعقوبي په هېوادکې د طبابت په برخه کې ارزښتناک او د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي.
همدارنګه د کابل طبي پوهنتون د استادانو ټولنې هم د ارواښاد يعقوبي د مړيني له امله خواشيني څرګنده کړې ده او د هغه مړينه يې د طبابت په برخه کې يوه ضايعه بللې ده  او د الله (ج) له درباره هغه ته د فردوس جنت او پاتې کسانو او د هېواد طبي ټولنې ته د جميل صبر هيله شوې ده.
پاى ج ذ

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته