ښوونه او روزنه

د څه دپاسه ۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت د دريو ښوونځیو د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

کابل باختر د وږي د میاشتې ۸ مه
د ۲۳ میلیونو یو سلو اته اتیا زرو اته سوه افغانیو په لګښت د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې د درېو ښوونځیو د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک باختر اژانس ته وويل چې لومړنی ښوونځي د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې د نجونو او هلکانو منځنی ښوونځی دی او دويم د قرغیو ولسوالۍ د سلطان ویس بابا د لومړني ښوونځي ودانۍ ده چې د سويډن کمېټې له خوا د يولسو ميليونو اته سوه دوه دېرشو زرو اته سوه افغانيو په لګښت جوړيږي.
سرحدي زیاته کړه چې هره ودانۍ شپږ درسي خونې او نور ټول ضروري ملحقات لري او چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.
د ده په وينا دريم ښوونځی د قرغیو ولسوالۍ د چهار باغ اړوند د پاچا کلا لومړنی ښوونځی دی چې دیونيسيار موسسې له خوا د یوولسو میلیونو، درې سوه شپږ پنځوسو زرو  افغانیو په لګښت په پنځو مياشتو کې جوړيږي چې، شپږ درسي خونې، د ودانۍ احاطه، تشنابونه، د څښاک د اوبو څاه او نور اړين ملحقات به ولري .پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته