سیاست

په سيمه کی دسولی اوثبات ټينګښت نه يوازی دافغانستان اوپاکستان په ګټه،بلکی دټولی نړۍ په ګټه هم دی.

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٧ مه :
دا مطلب دمسلح قواوو لوی درستيز د پاکستان هېواد دپوځی قواوو له لوړ پوړی پلاوی سره په کتنه کی بيان کړ .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:  په دی کاری کتنه کی د دواړو هېوادو تر منځ په تاريخی او دوستانه اړيکو، په سيمه کی دسولی اوامنيت دټينګښت اودوه اړخيزوهمکاريو په شاوخواخبری وشوې .
په دی دوستانه کتنه کی دمسلح قواوو لوی درستيز دګرجنرال محمدشريف (يفتلی) په خبروکی د(۲۰۹) شاهين قول اردو د تروريستي پيښی له امله د پاکستانی پلاوی د خواخوږی اوغمشريکی څخه په مننی سره وويل : په سيمه اونړی کی دسولی اوثبات ټينګښت،داقتصادی اوسوداګريزو همکاريو دوام د دواړوهيوادو او ټولی نړی په ګټه ښودل کيږی .
لوی درستيز دملی اردولوړو ظرفيتونو اولاسته راوړنوته په اشارې سره  وويل :  د ملی اردواتلو قطعاتواوجزوتامونو دجګړه ايزو برياليوعملياتوپه ترڅ کی تروريستان ځپلی اومرګانی ګوزارونه يی ورکړي دي .
په مقابل کی دپاکستان دوست هيواد اردو د ستردرستيز درستيزوال دګرجنرال بلال (اکبری) (G.Bilal .Akbari ) په خبرو کی د افغانستان   شاهين قول اردو  د شهيدانو روح ته په دعا سره دخواخوږی اوغمشريکی مراتب څرګند اوويی ويل : دپاکستان اوافغانستان  وروڼو هيوادونوترمنځ تاريخی اوفرهنګی اړيکوته په پاملرنی زموږحکومت تياری  لری،چی په سيمه دسولی اوثبات په خاطر خپلو صادقانه همکاريو ته دوام  ورکړي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته