ټولنه

په لغمان کې د نيالګيو د ايښودلو پروګرام پيل شو

کابل باختر دسلواغې شلمه :
په لغمان ولايت کې د نيالګيو د ايښودلو پروګرام نن ددغه ولايت د والي له خوا د يوه نيالګي په ايښودلو سره پيل شو.
دلغمان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس محمد اسمعيل دولتزي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پروګرام کې به دوه سوه زره ميوه لرونکي او بې ميوې نيالګي د لغمان ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې کيښودل شوي.
دلغمان والي ډاکترفضل الله مجددي دنيالګي د ايښودلو په وخت کې وويل: دنيالګيو ايښودل د ژوندانه په چاپيريال ساتنه کې ستر او ارزښتناک رول لري .
ده ددغه ولايت له ټولو دولتي مامورينو اوخلکو څخه وغوښتل چې په دې پروګرام کې دې دکرنې او اوبو لګولو له رياست سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته