ټولنه

په هرات ولايت کې په يوه اوونۍ کې دترافيکي پيښو له امله يوتن وژل شوى او سل تنه نور ټپيان شوي دي

 کابل باختر د وږي د مياشتې  ١١  :
په  هرات ولايت کې  په روانه  اوونۍ کې دترافيکي پيښو له امله يوتن وژل شوى او  سل تنه نورټپيان شول.
دغه پيښې  دهرات ولايت  په بيلابيلو سيمو کې رامنځته شوي دي.
په يوه پيښه کې يو ١٤ کلن تنکى ځوان په شينډنډولسوالۍ کې  ديوې ترافيکي پيښې له امله ووژل شو  او دغه راز په نورو پيښو کې سل تنه نور   ټپيان شوي دي
دهرات ولايت دترافيکو يو مسوول  دباختر آ ژانس  خبريال ته وويل :  چې  د چلوونکو زيات ګړنديتوب او بې احتياطي ددغو ترافيکي پيښو درامنځته کيدو اصلي علتونه دي .
دهرات  د روغتون وياند  محمد رفيق شيرزى وايي چې ددغو ټيپانو روغتيايي حالت ښه دى  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته