امنیت

پنځه تنه تروريست طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٤
دهيواد په جنوب کې د دفاعي ځواکونو په عملياتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول او پنځلس ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : په تيرو ٢٤ ساعتو کې د ٢٠٥ اتل قول اردو جزوتامونو د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار او دقندهار ولايت دخاکريز او د زابل ولايت دميزان او نوبهار د ولسواليو په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، څلور تنه ټپيان او پنځلس ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته