سیاست

سياسي معين له قزاقستان سره په سياسي سلامشورو کې ګډون وکړ .

کابل باختردوري درې ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت  سياسي معين حکمت  خليل کرزي دافغانستان داسلامي جمهوريت دسياسي سلا مشورو په دريمه  دوره کې دقزاقستان جمهوريت  دبهرنيو چارو  له سياسي معين  عاقل بيک کمال الدينوف سره په استانه ښار کې  ګډون وکړ .
  دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې سياسي سلامشورو کې په سيمه کې ددوه اړخيزو سياسي اقتصادي ، تجارتي اړيکو، امنيتي  ، فرهنګي او ټولنيزو همکاريو او دتروريزم دپدېدې پرخلاف  دگډې مبارزې دودې  په باب  خبرې اترې وشوې .
  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ددغه سفر په بهير کې دقزاقستان جمهوريت  دبهرنيو چارو دوزير غيرت عبدالرحمانوف  سره   ددواړو هېوادونو ترمنځ دسياسي ، اقتصادي  او  فرهنګي  اړيکو  دودې او پراختيا او په نړيوالو سازمانونو ،  دملګروملتو سازمان په امنيت شورا او داسلامي همکاريو په سازمان کې  ديواو بل  له دريځونو څخه  دملاتړ په باب  خبرې وکړې .
سياسي  معين دسولې، له تروريزم  او ډار اچونې سره دسيمه ئيزې ګډې  مبارزې دبهير په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت ددريځ دبيانولو  په مقصد دقزاقستان   له مرکزي ټلويزيون  سره مرکه ترسره کړه .
ټاکل شوې ده دافغانستان داسلامي جمهوريت او دقزاقستان جمهوريت سږ کال  دسياسي اړيکو دجوړولو پنځه ويشتمه کليزه  ونمانځي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته