اقتصاد

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د افغانستان برېښنا شرکت د بریالیتوب معیاردخلکو رضایت دی

 

کابل/ د وږي ۲۲مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان برېښنا شرکت له مشرتابه  سره په غونډه کې د دغه شرکت د اصلاحي پلانونو او فعالیتونو د ښه والي په اړه خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې چې نن مازدیګر په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس احمد داوود نورزي او د یاد شرکت مسوولینو د افغانستان برېښنا شرکت د فعالیتونو او اصلاحي پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

دوی د میاشتني بلونو، پېریدونکو ته د یو ډول تعرفې او خدمتونو او اسانتیاو د ایجاد، د افغانستان برېښنا شرکت مالي وضعیت، د خلکو په همکارۍ د عوایدو راټولو، ګاونډیو هیوادونو څخه د برېښنا د پېرلو، داخلي سرچینو څخه د برېښنا د تولید، پر لمریزه انرژۍ د پانګونې، د انرژۍ د ضایعاتو د کمولو، د ځمکې د استملاک په پروسه کې د ستونزو، تدارکاتو او اقتصادي شرایطو په پام کې نیولو سره د پروژو د انتخاب په اړه د افغانستان برېښنا شرکت فعالیتونه او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د یادو خبرو له اورېدو وروسته وویل، تاسې باید په خپلو کارونو کې واضح تغییر او خلکو ته د خدمت فرهنګ رامنځته کړئ.

جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې د افغانستان برېښنا شرکت د بریالیتوب معیار، د خلکو رضایت دی وویل، خلک باید وپوهېږي چې ستاسې بلونه واقعي دي او د ځمکې د استملاک پروسې په خاطر خپل وړاندیز وکړئ.

هغه زیاته کړه، خصوصي سکتور حاضر دی چې د برېښنا د لېږد په برخه کې پانګونه وکړي؛ همدارنګه له اوبو څخه د برېښنا په تولید کې خصوصي سکتور ته رول ورکړئ.

جمهوررئیس غني وویل، برېښنا د زېربناو زېربنا ده. له نوري فایبر شبکې څخه ستاسې استفاده ډېره کمه ده، په حال دا چې خلک انټرنیټ ته لاسرسی غواړي.

د هیواد جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې د برېشنا شرکت لپاره درست حقوقي چوکاټ وجود لري وویل، د کابینې په راتلونکي غونډه کې به ستاسې بودجه تعدیل شي.

جمهوررئیس غني په افغانستان کې ناسپړل شویو کانونو ته په اشارې څرګنده کړه، افغانستان له برېښنا پرته صنعتي کېدای نه شي او زموږ لیدلوری دا دی چې افغانستان په صادرونکي هیواد بدل کړو. هغه زیاته کړه، تر اوسه مو ښارونو ته د برېښنا پر لېږد تمرکز درلود، له دې وروسته باید کانونو ته د برېښنا واضح نقشه ولرو.

جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې برېښنا شرکت باید داخلي تقاضا درک کړي وویل، ټولې تعلیمي او تحصیلي برخې د دیجیټلي کېدو په حال کې دي او هر ښوونځی، جومات او پوهنتون ډاډمنې برېښنا ته اړتیا لري او د تحقق لپاره یې باید کار وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته