نړۍ

دليبيا صدراعظم ګوښه کړى شو.

طرابلس- بى بى سي – باختر دکب دمياشتې ٢١
دليبيا پارلمان ددغه هيواد صدراعظم زيدان ته دنه اعتماد رايه ورکړه او هغه يې کوښه کړ.
دليبيا پارلمان له هغه وروسته ددغه هيواد صدراعظم ته دنه اعتماد  رايه ورکړه چې په تيلو بار يوه بيړۍ دشمالي کوريا په بيرغ سره غوښتل چې دپوځي مليشو له کنترول لاندې بندر څخه نړيوالو اوبو ته وتښتي .
دليبيا د دفاع  وزير عبدالله الشني په لنډ مهال ډول دعلي زيدان پرځاى ټاکل شوى دى .
مخکې له دې دليبيا مقاماتو ويلى و چې له دغې بيړۍ بشپړ کنترول چې غوښتل يې د سدر له بندر څخه روانه شي په غاړه لري خو پوځي مليشو دغه ادعا ردکړې وه.
دليبيا پوځي مليشې د زمري له مياشتې راپه دې خوا دليبيا د دريو مهمو بندرونو کنترول په لاس کې لري.
بيلتون غوښتوونکي پوځي مليشې دنفتي زيرمو د زياتې وندې او برقه د ختيځې سيمې دکورواکۍ غوښتنه کوي ويل کيږي چې دمورننګ ګلوري بيړۍ نږدې دوه سوه څلور ديرش زره بيرله اوومه تيل دسدر بندر په نفتي ترمينل کې بار کړي دي .
دا په تيلو بار لومړۍ بيړۍ ده چې دچنګاښ په مياشت کې دمرکزي حکومت پرخلاف دپوځي مليشو د اړو دوړ دپيل له وخت څخه تراوسه پورې په دې بريالى شوې ده چې دليبيا اوومه تيل بار کړي .
دليبيا پارلمان د دوشنبې په ورځ دپوځي مليشو ترکنترول لاندې په ټول نفتي ترمينلونو کې دځانګړي ځواک دځاى پرځاى کولو امر صادر کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته