غور/ باختر دزمري يو ديرشمه :
په غور ولايت کې د اوبو رسولو د ١٣ پروژو کار پرون پيل شو .
دغور ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست سرپرست خيرمحمدناشي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د اوبو رسولو دغه ١٣ پروژې په فيروزکوه ښار او د غور ولايت د دولتيار او لعل اوسرجنګل په ولسواليوکې جوړيږي .
خبرځاى وويل چې د دغو پروژو له ښېگڼو څخه ٦٩٩ کورنۍ ګټه اخلي .
ناشي له دغو کليو له ټولو اوسيدونکو څخه وغوښتل چې د دغو پروژو په تطبيق کې همکاري وکړي .
ختم- شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ