
کابل/ د وږي ۲۱مه/ باختر
د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون شپه د نړیوال بانک رهبري پلاوي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې ویډیو کنفرانس کې، د نړیوال بانک رهبري پلاوي د افغانستان بېلابېلو اقشارو ته د رسېدو په موخه چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله زیانمن شوي د مالي مرستې برابرولو لپاره خپل هر اړخیز تیاری وښود.
جمهوررئیس غني له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د نړیوال بانک له مرستو د مننې ترڅنګ، د هیواد د انکشافي وضعیت او په لویو ملي پروژو کې د تحرک رامنځته کولو په اړه معلومات ورکړل.
جمهوررئیس همداراز جینوا کنفرانس ته د حکومت د تیاریو او د ملي لومړیتوب لرونکو برنامو په اړه هم هر اړخیزې خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني هغو کډوالو ته د دولت د تیاریو په اړه چې له ګاونډیو هیوادونو څخه هیواد ته راستنېږي معلومات ورکړل او خلکو ته د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره یې په روغتیایي سکتور کې د اصلاحاتو په راوستو ټینګار وکړ