ټولنه

په روزګان کې د ښځو لپاره هېڅ مېله ځای نه دی جوړ شوی

کابل / د چنګاښ ۱۵مه / باختر
روزګانۍ ښځې وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو شلو کلونو کې د ښځو لپاره هېڅ مېله ځای نه دی جوړ شوی.
په روزګان کې ښځې د کلتوري محديتونو له امله له کوره د وتلو اجازه نه لري او يوازې په اخترونو کې دوی له کوره بهر ځي او په شاړو ځمکو کې مېلې کوي.
دوی وايي چې په دغه ولایت کې د ښځو د مېلې لپاره مناسب ځای نشته او له دولته غواړي چې په روزګان کې د ښځو لپاره مېله ځایونه جوړ کړي.
دوو روزګانیو ښځو سیما او شاه ګلې باختر آژانس ته وويل چې په دغه ولایت کې یو شمېر خلک ځکه خپلې ښځې له کوره بهر نه پرېږدي چې د مېلې لپاره ورته ځانګړي ځایونه نه دي جوړ شوي.
سیما او شاه ګله وايي: “په روزګان کې ښځې په بد حالت کې دي، د څو کليو ښځې د اختر په شپو او ورځو کې يو ځای راغونډېږي بیا تفريحي ساحه غوره کوي، ټوله ورځ سره لمر ته ناستې وي، ځکه دلته هېڅ مناسب ځای نشته چې هلته ميرمنې خپل وخت تېر کړي”
په ورته وخت کې د ترینکوټ ښاروال نعمت الله بختیار هم د ښځو لپاره د مېله ځایونو د نه شتون خبره تايیدوي؛ خو وايي چې اوس په ترینکوټ ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړېږي چې د ښځو لپاره په کې ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
بختیار وايي: “د ښځو لپاره دغه مارکیټ په ترینکوټ ښار کې په درې جریبه ځمکه کې جوړېږي، په یاد مارکېټ کې په لومړي ځل ښځو ته دُکانونه د ۶ میاشتو لپاره وړیا ورکو او کرایه نه ترې اخلو، دغه مارکېټ ته یوازې ښځې ورتلای شي او هلته به د ښځو د ژوند د اړتیا وړ ټول توکي موجود وي چې څوکيدارانې به یې هم ښځې وي، خو زموږ له خویندو دا غوښتنه ده چې راشي دوکانونه پرانیزي.”
روزګان يو له هغو ولايتونو شمېرل کېږي چې کلتوري محديتونه په کې زيات دي او زیات شمېر خلک یې خپلو مېرمنو ته له کوره بهر د کار او مېلې کولو لپاره اجازه نه ورکوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته