کابل باختر د وږې دمياشتې ١٢ :
په ننګرهار ولايت کې نن سهار ديوه ماين د چاودنې له امله داتصالاتو دمخابراتي شرکت يو ساتوونکى ټپي شو.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د باخترآژانس خبريال ته وويل : نن سهار يو ماين چې دوسله والو طالبانو له خوا دجلال آباد ښار په څلورمه ناحيه کې د اتصالاتو دمخابراتي شبکې انتن ته څيرمه ښخ کړى شوى و، وچاوديد.
مشرقيوال څرګنده کړه چې د دغه ماين د چاودنې له امله يو جنراتور ويجاړ او
داتصالاتو دمخابراتې شبکې د آنتن يو ساتوونکى ټپى شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ