کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر
د قندهار پوليسو نن د ګزمې په وخت کې د دغه ولايت د بولدک ولسوالۍ له بازار څخه ١٣مقناطيسي ماينونه کشف او ترلاسه کړل.
د قندهار پوليسو وياند جمال ناصر بارکزي باختر آژانس ته وويل چې دغه ماينونه نوي له پاکستان څخه افغانستان ته ته راوړل شوي وو او د دغو ماينونو لېږدونکى په تېښتې بريالى شوى دى .
هغه غوښتل دغه ماينونه د وسله والو طالبانو په واک کې ورکړي.
پاى \ ذ