سیاست

دافغانستان حکومت درايي ورکولو دمرکزونو دارزونې بودجه ددغه هېواد دانتخاباتو خپلواک کميسيون ته ورکړه

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٣٠ :
دافغانستان دانتخاباتو خپلواک کميسيون وايي چې  حکومت د رايي ورکولو دمرکزونو د ارزونې بودجه   ددوى په واک  کې ورکړې ده او ترڅو نورو ورځو پورې  په ټول هېواد کې  دارزونې بهير پيليږي .
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دانتخاباتو  دخپلواک  کميسيون وياند پرون وويل درايي ورکولو دمرکزونو عملياتي پلان  بشپړ شوى  او اوس په دې برخه کې دکارکوونکو د جذب  او راکړې ورکړې دميکانيزم په باب کاردوام لري.
ده دهغې بودجې   په باب چې درايې ورکولو دمرکزونو دارزونې لپاره به  ولګول شي څه ونه ويل .
دا په داسې حال کې ده  چې دانتخاباتو  دخپلواک کميسيون څه دپاسه دوه  اوونۍ  مخکې  خبردارى ورکړى و که چيرې دروان کال  ترپايه پورې  بودجه ترلاسه نه کړي دولسي جرګې  او دولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو ترسره کول به په روان  کال کې  دامکان  وړ نه  وي.
دافغانستان دټاکنو دخپلواک کميسيون دمعلوماتوله مخې   دولسي جرګې  او دولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو دترسره کولو لپاره په اټکلي توګه   د ٢٢٠  ميليونو ډارو ته اړتيا ده.
له دې مخکې  دافغانستان دشفافو ټاکنو کتوونکي په روان کال کې انتخاباتي اطﻻعاتو  دنه عملي کيدو، دنا امنيو زياتوالى ، د ملي شورا دکار دوام او دبودجې نشتوالى يې  دراتلوونکو انتخاباتو دلارې پرسر  لوى خنډ بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته