امنیت

د ملي اردو اووه تنه سرتيري شهيدان شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٢
دملي اردو اووه تنه سرتيري د امنيتي فعاليتونو د ترسره کولو په بهيرکې شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه سرتيري په داسې حال کې چې په هيوادکې د امنيت د تامينولو او د تروريستان د شړلو لپاره مبارزه کوله؛ په واټونوکې د ښخ کړى شويو ماينونو د چاودنو او د تروريستانو د درندې وسلې د ډزو له امله شهيدان شول.
د ملي دفاع وزارت مقامات وايي: دغه عسکر په جلاجلا پيښوکې شهيدان شوي دي، خو د پيښې ځاى يې مشخص نه کړ.
دملي اردو دغه اووه تنه ميړني سرتيري په داسې حال کې شهيدان کيږي چې دملي اردو ځواکونو د امنيتي دندو په بهيرکې د وسايطو ضد٥٢ماينونه چې د تروريستانو له خوا د ملکي وګړو د وژنې او د لويو لارو د ويجاړولو په مقصد کارول شوي و؛ ترلاسه کړل او د څو تروريستي پيښو مخه يې ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته