سیاست

د انتخاباتو جنجالي بهیر نور مه اوږدوئ

کابل /د مرغومي ۲١ مه/ باختر
د جمهوري ریاست انتخاباتو لومړنۍ پایلې له اوږده ځنډه وروسته اعلام شوې. د خلکو هیله دا وه چې وروستۍ پایلې به د ړومبنیو پایلو په څېر دومره نه ځنډنۍ کېږي او په خپل وخت به اعلامېږي.
خو دومره ډېرانتخاباتي شکایتونه ثبت شول چې له همغه پيله د وروستیو پایلو د ځنډولو وېره رامنځ ته شوه. اوس داسې ښکاري چې د دواړو کمېسیونونو تر منځ په ځینو برخو کې همغږي نشته او د همغږۍ نشتوالی له شک پرته دا بهیر ځنډنی کولی شي او دا کټ مټ هغه څه دي چې نه یې کاندیدان غواړي، نه یې افغان ولس غواړي او نه دا ځنډ د ولسواکۍ، نظام او ثبات په ګټه دی.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د انتخاباتي بهیر د ژر پای ته رسولو ارزښت او اهمیت څېړلی دی او لیکي:
رښتیا خبره دا ده چې خلکو تمه نه لرله چې د جمهوري ریاست انتخابات دې دا ځل هم جنجالي شي او د هغوی د پایلو اعلام دې اوږد او ځنډنی شي،  خو له بده مرغه انتخابات بیا جنجالي شول او د ړومبنیو پایلو اعلام خورا ډېر وخت ونیو. اوس دا وېره ده چې د وروستیو پایلو اعلام ډېروخت ونه نیسي.
که څه هم دواړه کمېسیونونه اوس د انتخاباتي مهالوېش له نقض سره عادي شوي دي په داسې حال کې چې د انتخاباتي مهالوېش نقض په حقیقت کې د قانون نقض دی او د قانون نقض جرم بلل کېږي، خو موږ افغانان په دغه راز حالاتو کې خپلو زړونو ته داسې تسل ورکوو چې د هېواد شرایط عادي نه دي او باید له دغه راز ستونزو غټ جنجالونه جوړ نه کړو.
ښايي دغه راز منطق تر یو بریده سم او پرځای وي. خلک دا هم وایي چې مهالوېش دې د شفافیت قرباني شي، خو شفافیت دې د مهالوېش قرباني کېږي نه.
د خلکو اصلي غوښتنه د بشپړ شفافیت تامینول دي، د خلکو  غوښتنه پاکو رایو ته ارزښت ورکول دي، د خلکو غوښتنه د دوی ارادې ته غاړه اېښودل دي.
که ځنډ د شفافیت د بسیاکولو په موخه رامنځ ته کېږي، نو خلک اعتراض نه کوي، نیوکه نه کوي او صبر کوي.
خو هغه څه چې په دغه بهیر کې د ژورې اندېښنې وړ دي هغه دا دي چې د دواړو کمېسیونونو یانې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او همدارنګه د شکایتونو کمېسیون تر منځ په ځینو برخو کې همغږي نشته.د دواړو کمېسیونونو تر منځ د همغږۍ نشتوالی د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.
د انتخاباتو ترسره کول له پیله تر پایه د دواړو  کمېسیونونو ګډ مسوولیت دی او یو کمېسیون هم ځان له دغه مسوولیته بچ کولای نه شي.
وړاندیز مو دا دی چې هر کمېسیون د نافذو قوانینو په رڼا کې خپلو مسوولیتونو ته ځیر شي او هغه په ښه او بشپړه توګه سرته ورسوي.
په اوسني ډېر حساس پړاو کې د دواړو کمېسیونونو تر منځ بشپړې او اغېزمنې همغږۍ ته اړتیا ده.
د دواړو کمېسیونو مشران او نور کمېشنران باید سره کېني او په هغو برخو کې چې د یو بل همکاري په کې اړینه ده، یو بل ته د مرستې لاس وغځوي او په ګډه دا بهیر بشپړ کړي. همکاري د یو بل په چارو کې د  لاسوهنې مانا نه لري، بلکې د انتخاباتي بهیر د بشپړولو لپاره د دواړو کمېسیونونو همکارۍ ته داسې اړتیا ده لکه  په سبو کې مالګې ته. له یو  بل سره همکاري وکړئ او د انتخاباتو لانجمن بهیر نور مه اوږدوئ.
ن. ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته