امنیت

په کابل ښار کې دتروريستي پيښې مخه ونيول شوه .

کابل باختر د کب پنځمه :
په کابل ښار کې ديوې تروريستي پيښې مخه ونيول شوه . درې تنه ځانمرګي موټرسايکل سپاره چې په کابل  ښار کې يې دځانمرګو بريدونو نيت درلود دپوليسو له خوا دکابل ولايت دده سبز ولسوالۍ په مربوطاتو کې وپيژندل شول او ځانونه يې ددغې  ولسوالۍ  دبختيارانو په ولسوالۍ کې وچول .
په دې پيښه کې ځانمرګي يرغلګر ووژل شول او يوملکي وګړى ټپي شو .
دکابل ولايت امنيه قوماندان وويل  ددغې پيښې په باب څيړنې دوام لري .
ده تاييد کړه چې دپوليسو لازمو تدبيرونو پرې نه ښودل چې دغه تروريستان په کابل ښار کې خپلو هدفونوته ورسيږي .
دکابل ولايت امنيه قوماندان داپه ډاګه نه کړه چې تروريستان  په کابل ښار کې په کوم ځاى دبريد نيت درلود .
ديادونې وړ ده چې څو ورځې  مخکې هم تروريستانو غوښتل چې  په چاوديدونکو توکو بار يو موټر دده سبز  له ساحې څخه کابل ښار  ته داخل کړي چې دپلټنې په يوه پوسته کې وپيژندل شول او دپوليسو  افرادو دهغوى مخه ونيوله ددغه موټر چاودنه  دپوليسو ديو افسر دشهادت سبب شوه .
دچارو کارپوهان  وايي چې په وروستيو دريو مياشتو کې په کابل کې  څو تروريستي توطيې په ده سبز پورې په اړوندو ساحو کې طرحه شوې دي چې بايد کشفي ارګانونه  خپل فعاليتونه په دغو ساحو کې متمرکز کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته