امنیت

په باميانوکې د يوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه

کابل باختر د زمري دولسمه :
په باميانو ولايت کې يوې شپاړلس کلنې نجلۍ ځان وواژه .
  دليلا کورنۍ وايي: نن سهارکله چې د دې خونې ته ورغلې، له مړى سره يې مخامخې شوې .
په ښکاره دغې ځوانې نجلۍ دخپلې مورپه تومانچې سره چې د امنيت کارکوونکې ده ، ځان وژلې دى.
دباميانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد علي  باختر آژانس ته وويل چې تراوسه پورې ددغې ځان وژنې انګيزه نه دې روښانه شوې  او امنيتي مامورينو په دې اړوند څيړنې پيل کړې دي .
خو په باميانو ولايت کې د بشر د حقوقو دکميسيون دفتر وايي چې تراوسه پورې  روښانه نه ده چې دغې نجلۍ ځان وژلى دى اويا دبل چا له خوا وژل شوې ده .
  دغه مسوولين دجبري ودونو په  ګډون  کورنۍ تاوتريخوالي دنجونو دځان وژنې اصلي انګيزه بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته