امنیت

يو پخواني جهادي قوماندان په بغلان کې ووژل شو .

-کابل باختر دزمري اتلسمه :
يو پخوانى جهادي قوماندان تيره شپه  له خپلو ورور سره دبغلان ولايت  دنهرين ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شو .
  دنهرين ولسوال فضل الدين مرادي باختراژانس ته وويل  چې قوماندان عبدالغفور له خپل ورور سره  دماښام دلمانځه له اداکولو وروسته  ددغې ولسوالۍ  په دره کلي کې کور ته دستنيدو په وخت کې ووژل شو .
دنهرين ولسوال  دغه وژنه  شخصي دښمني وبلله  او زياته يې کړه  چې قاتل له سيمې څخه تښتيدلى دى او پيښه دپوليسو تر څيړنې لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته