امنیت

طالبانو د امريکا د اردو د افسر د سپارلو ويډيويي کسټ خپورکړ

کابل دي نيوز انترنشنل  باختر دغبرګولي دمياشتې ١٤ :
وسله والوطالبانو نن د يو امريکايي پوځي بو برګدال د آزادۍ مستند فلم خپور کړ.
دغه ويډيويي کسټ چې يوولس دقيقه يي دى او په هغه کې يو مليشه طالب دغه پوځي ته وايي چې بيا افغانستان  ته را نه شي او هيڅوک به تاسې له بندڅخه آزاد نه کړي.
د امريکا د پوځي هليکوپټر دغه  ويډيويي کسټ  ښودلى دى چې  په  يوه کلي کې
ښکته کېږي او يو څه لړه او لوګى هم ترسترګو کيږي او دغه امريکايي عسکر عصبي او وارخطا ترسترګوکيږي چې د هليکوپټر په لور روان دى او د طالبانو بيرغ يې هم د يومليشه طالب په واسطه کلک نيولى دى.
له ياغي طالبانو سره له لنډې مخه ښې وروسته دغه امريکايي عسکر د هليکوپټر په لور روانيږي. دا له طالبانوسره يوازينى امريکايي اسير و چې د طالبانو دپنځو تنو جګپوړو غړو په بدل کې د قطر په منځګړيتوب د تيرې شنبې په ورځ تبادله شو.
د امريکا د دغه پوځي د ځينو امريکايي سياستوالو انتقادونه له ځان سره لرل، ويره لري چې تبادله شوي طالبان به د جګړې ډګر ته ستانه شي او د امريکا امنيت به يو ګواښ وي .
دغه ويډيويي کسټ د امريکايي سرتيرى د تبادلې مراسم نوميږي او د خلاصون مراسم يې د همدې خبرله مخې په خوست ولايت کې پرځاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته